Asset 1SWN

پکتیکا کي یوه ښوونځي ته په ۱۶نیم میلیونه افغانیو ودانۍ جوړه شوه

ددددددددددد

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۶ نیم میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رييس مولوي عبدالقيوم سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ودانۍ د مرکز شرنې اړوند د «حاجي پایندي» په نوم لومړني ښوونځي ته جوړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وينا، یاد ښوونځي ته څلور جریبه ځمکه خلکو ورکړې وه چې د سویډن کمېټې له لوري یې د ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، جاپان هم ژمنه کړې چې د پکتيکا په څوارلس ولسواليو کې به ۱۴ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

د «حاجي پایندي» په نوم لومړني ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ د اتو درسي‌خونو ترڅنګ څلور اداري خونې، احاطه، د نجونو او هلکانو لپاره تشنابونه او د پاکو اوبو اسانتیاوې لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادوني وړ ده چې د پکتیکا یوشمېر ولسوالیو کي لا هم ښوونځي ودانۍ نه‌لري او اوسېدونکي یې له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې ودانۍ ورته جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام