Asset 1SWN

د اروپايي ټولنې کمېسیون: اېکس دې له خپرېدونکې منځ‌پانګې څارونکي ډېر کړي

This-illustration-photo-shows-the-new-Twitter-logo-rebranded-as-X-L-and-the-old-Twitter-bird-logo-reflected-in-smartphone-screens

د اروپايي ټولنې کمېسیون وايي چې د اېلن ماسک د پیغام رسولو ټولنیز پلټفارم «اېکس» د «ګوګل او ټېک‌ټاک» په پرتله د کاروونکو له منځ‌پانګې کم څارونکي لري.

د دې کمېسیون یوه غړي ویلي، اېکس دا مهال د کاروونکو منځ‌پانګې څخه د څارنې لپاره ۲۲۹۴ څارونکي لري چې د ګوګل او ټېک‌ټاک په پرتله خورا کم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اروپايي ټولنې کمېسیون یوه چارواکي هیله‌مندي ښودلې چې اېکس به د ناسمې او زیانمنې منځ‌پانګې څارنې او تنظیم لپاره د څارونکو شمېر زیات کړي.

دغه څارونکي له دې امله ګومارل شوي چې د اروپايي ټولنې د ډیجیټال خدمتونو نوي قانون له مخې هغه منځ‌پانګه وڅاري او مخه یې ونیسي چې د دې قانون سره په ټکر کې دي.

دې کمېسیون له دې وړاندې ۱۹ نورو انلاین ټولنیزو رسنیو او پلټفارم له هغې ډلې اپل، مېټا، مایکروسافټ او نورو ته خبر ورکړی و چې د ناسمو او غیرقانوني منځ‌پانګې مخنیوي لپاره دې ډېره څه وکړي.

اېکس وروسته له هغې چې پرمنځ‌پانګې د څار او تنظیم اړوند کارکوونکي له دندو ګوښه کړل، د یاد پلټفارم منځ‌پانګه کې د ناسمو او غیرقانوني معلوماتو د خپرېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د شرکتونو له لوري په سپټمبر کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، یوټیوب د خپرېدونکې منځ‌پانګې څار لپاره ۱۶۹۷۴، ګوګل او ګوګل پلې ۷۳۱۹ او ټېک‌ټاک ۶۱۲۵ څارونکي ګومارلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام