Asset 1SWN

د اروپايي ټولنې کمېسیون: ټېک‌ټاک او اېکس دې د پاروونکې منځ‌پانګې مخه ونیسي

231012131950-social-media-meta-tiktok-x-youtube-restricted

د اروپايي ټولنې کمېسیون مسوولان وايي چې «ټېک‌ټاک او د پیغام رسونې ټولنیزه شبکه اېکس «ټوېټر» باید د پاروونکې منځ‌پانګې د ډېرېدو مخنیوي برخه کې هڅې وکړي.

د یاد کمېسیون مرستیالې وېرا جورووا دغه څرګندونې د ټېک‌ټاک اجرايیوي رییس شوو چیوو او د اېکس نړیوالو چارو رییس نېک پېکلز سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه دوه ټولنیزې رسنۍ د حماس او اسراییلو ترمنځ د روانې نښتې په اړه د ناسمو او پاروونکو اطلاعاتو له ډېروالي سره مخ شوې دي.

اروپايي ټولنه همداراز د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې کې د یادې ټولنې د پارلماني ټاکنو په اړه د ناسمو اطلاعاتو د مخنیوي برخه کې هم هڅې کوي.

د اروپايي ټولنې د ډیجیټل خدمتونو قانون چې یو کال وړاندې جوړ شوی پر بنسټ یې ټولنیزې شبکې باید د ناسمو او پاروونکو منځ‌‌پانګونو خپرېدو مخه ونیسي او یا هم باید جریمه ورکړي.

ټېګ‌ټاک ویلي چې د اسراییلو او حماس نښتې پیل راهیسې تراوسه یې میلیونونه پوسټونه له‌منځه وړي چې ډېری یې د ماشومانو د تاوتریخوالي اړوند دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې ځینو نورو ټولنیزو رسنیو او شبکو هم چې پر انټرنټ خپرېږي، د پاروونکو منځ‌پانګې مخنیوي لپاره د خپلو هڅو خبر ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام