Asset 1SWN

د اېکس نوي کاروونکي باید د کال څه کم یو ډالر ورکړي

Twitter-rebrands-X

اېکس ټولنیزه شبکه چې پخوا د «ټوېټر» په نوم یادېده، تازه یې اعلان کړی چې د یادې ټولنیزې شبکې له خپلو نویو کاروونکو څخه به کال کې نږدې یو ډالر اخلي.

د دې پرېکړې له مخې، د اېکس «ټوېټر» نوي کارونکي باید په کال کې له ۰،۷۵ تر ۰،۸۵ ډالر ورکړي، څو د اېکس شبکه له ځانګړتیاو استفاده وکولای شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه شرکت دا چاره په نیوزیلنډ او فلیپین کې په ازمایښتي توګه پیل کړې ده.

د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، د اېکس هغه کاروونکي  چې کلنی لګښت نه‌ورکوي، اېکس شبکه کې به یوازې، پوسټ لوستلی، ویډیو کتلی او نور کاروونکي به څارل شي.

د اېکس شبکې پر نویو کارکوونکو کلنی لګښت او نور جنجالي بدلونونه داسې مهال دي چې تېر کال اېلن ماسک ټوېټر په ۴۴ میلیارډ ډالرو وپېره.

له هغه راوروسته د دغه شرکت زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي، د منځ‌پانګې د نویو یا تازه کول ځنډول شوي او «ابي ټک» هم د ۸ ډالرو په بدل کې هر کارونکي ته ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې سربېره دې شرکت په جولای میاشت کې د ټوېټر لوګو چې د یوه ابي الوتونکي وه او دا شرکت پرې مشهور و، اېکس ته بدله کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام