Asset 1SWN

زابل کې څاه ته لوېدلی ماشوم له ۴۸ ساعتونو وروسته لا هم ژوند دی

څاه۱

د زابل شلمزو ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی اته کلن ماشومان له شاوخوا ۴۸ ساعتونو وروسته لاهم ژوندی دی.

د سیمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې هڅې کوي، خو په وینا یې، نه‌دي بریالي شوي چې دغه ماشومان وژغوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی زیاتوي چې څاه کې دننه شته ماشینري کار نه‌کوي او له همدې امله یې د دغه ماشوم د ژغورنې چارې ورو روانې دي.

د زابل محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې زابل کې د اوبو ژورې څاه ته ماشوم لوېږي، له دې وړاندې هم دغه او څنګ‌ لوریو ولایتونو کې هم ماشومان څاګانو ته لوېدلي چې ډېرو یې خپله ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاه‌ګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام