Asset 1SWN

روزګان کې یو درې کلن ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی

۴۴۴۴۴۴

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو درې کلن ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

د روزګان د امنیې قومنداني د امنیت امر مولوي امین وايي چې دغه ماشوم د اوبو ژورې ۱۰۰ مټره څاه ته لوېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه ماشوم نن یکشنبه د وري ۲۷مه سهار د ترینکوټ ښار اړوند «چرمګر دښت» سیمه کې څاه ورولېدلی چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې په دغه ولایت او څنګ لوریو ولایتونو سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم د اوبو ژورو څاه‌ګانو ته ماشومان ورولېدلی چې ځینې مړه او ځینې ژغورل شوي دي.

څاه ته د ماشومانو د ورولېدو پېښو زیاتېدو سره هم‌مهاله د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د ژورو څاه‌ګانو سرونه به پوښي، خو یادې پېښې ته په کتو لیدل کېږي چې د خلکو له لوري دغه سپارښتنه جدي نه ده نیول شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاه‌ګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام