Asset 1SWN

کندهار کې د اوبو ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی او مړ شوی

Chah

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاه‌ولي‌ کوټ ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم مړ شوی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي احمد عزیزي سلام‌وطندار ته ویلي چي نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي اړوند «لغړو» کلي کي د عبدالرحمن په نوم ۹کلن ماشوم د اوبو ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و چې له څاه څخه تر رااېستلو وروسته مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یادې سیمې ته د ماشوم ژغورنې لپاره د چورلکې له لارې تخنیکي ډله هم رسېدلې وه، خو دغه ماشوم له څاه څخه تر رااېستلو وروسته ساه ورکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې کندهار کې یو ماشوم څاه ته تر لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي، له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ماشومان د اوبو ژورو څاه‌ګانو ته لوېدلي چې ځینې یې ژغورل شوي او ځینې نور بیا مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام