د ننګرهار د امنیې قومنداني چارواکي وايي چې  د عادل په نوم د هغه ماشوم د قضيې څېړنه يې پيل کړې چې بېګاه شاوخوا لس بجې د جلال‌اباد ښار په اوومه ناحيه کې په ډزو وژل شوى دی.

د ننګرهار امنیې قومنداني امنيتي مرستيال محمد‌طاهر مبارز وايي، دوى ته د وژل شوي ماشوم د خپلوانو له‌خوا سيمه کې امنیتي ځواکونه تورن ورپېژندل شوي چې ماشوم يې په ډزو وژلى، خو زياتوي چې سرتېرو ويلي، پر ياد ماشوم د وسله‌والو غلو له لوري ډزې شوي او وژل شوى دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مبارز وويل، اوس نه ده څرګنده چې د پېښې اصلي عاملان څوک دي، خو زياتوي چې د قضيې ښه روښانه کېدو لپاره يې سيمې ته پلاوی هم استولى و او د لا ډېر روښانوالي لپاره قضيه د داخلي امنیت اداره کې تر څېړنو لاندې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، د عادل په نوم ياد ماشوم بېګاه هغه مهال د خپل کور سره نږدې په ډزو وژل شوى چې یوې رېکشا کې د کورنۍ دوه نورو غړیو سره يوځاى له دوکان څخه کور ته پر لار و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام