Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو کاپیسا کې یو پنځه کلن هلک لومړی وژلی، بیا یې سوځولی

تتتتتتتتتتت

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي، ناپېژنده کسانو د دغه ولایت د مرکز اړوند له «قصابان» کلي څخه یو پنځه کلن ماشوم تښتولی او بیا یې وژلی دی.

د نوموړي په وینا، دغه هلک بلال نومېده او د وري په نهمه، چهارشنبه، د مازدیګر شاوخوا څلور بجې د هغه کور ته له نږدې سیمې تښتول شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، یادو کسانو لومړی دغه ماشوم وژلی او بیا یې سوځولی دی چې دوی یې سوځېدلی جسد نن جمعه، ماسپښین شاوخوا دوه‌نیمې بجې د مرکز اړوند په «کاکړي» کلي کې موندلی دی.

عبدالفتاح فایز زیاتوي چې امنیتي ادارو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي، څو یې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په همدې حال کې د بلال پلار محمود سلام‌وطندار ته ویلي چې غریب‌کاره سړی دی او له هېچا سره قومي او شخصي دوښمني نه لري.

هغه وايي، د زوی د ورکېدو موضوع یې له پولیسو سره شریکه کړې وه او په ګډه یې په اړه پلټنې کولې چې بالاخره نن یې سوځېدلی جسد چې په یوه بورۍ کې اچول شوی و، په کاکړي سیمه کې له روانو اوبو را اېستلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمود وايي، دا یې درېیم زوی و او مدرسه کې یې زده‌کړې هم کولې. نوموړی زیاتوي چې پر یوه خپل یې ادعا کړې او امنیتي مسوولانو اوس نیولی دی. د پنځه کلن بلال پلار له حکومت څخه غواړي چې قاتل په نښه او عدالت پرې پلی کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام