ناپېژنده کسانو کاپیسا کې یو پنځه کلن هلک لومړی وژلی، بیا یې سوځولی

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي، ناپېژنده کسانو د دغه ولایت د مرکز اړوند له «قصابان» کلي څخه یو پنځه کلن ماشوم تښتولی او بیا یې وژلی دی.
د نوموړي په وینا، دغه هلک بلال نومېده او د وري په نهمه، چهارشنبه، د مازدیګر شاوخوا څلور بجې د هغه کور ته له نږدې سیمې تښتول شوی و.

بامیانو کې یو دیني عالم د یوې نجلۍ د تښتولو پرمهال نیول شوی

بامیانو کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په «سولیج» کلي کې یو دیني عالم د یوې ۱۷کلنې نجلۍ د تښتولو پرمهال د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي چې یاد دیني عالم سیدتقي علوي نومېږي او د دایکندي ولسوالي د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی.

د غزني – جاغوري له لارې ۱۰ مسافر تښتول شوي

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌لرونکیو کسانو  له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.

یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قره‌باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.