Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزني – جاغوري له لارې ۱۰ مسافر تښتول شوي

_101091755_bfef4fc0-518e-434f-87b7-1d0149f9d1e0

 

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌لرونکیو کسانو  له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.

یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قره‌باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.

نوموړی له حکومته غواړي چې د دغو مسافرو موندلو او خوشې کولو کې پوره هڅه وکړي او پرې نه‌ږدي چې مسافران ووژل شي.

د غزني د والي د رسنيو دفتر او د امنيتي ارګانونو د رسنيو مسوولان وايي چې په دې اړه له څېړنو وروسته به رسنيو سره معلومات شريک کړي.

خو د جاغوري ولسوال عارف باهنر سلام‌وطندار ته وايي، د يادې ولسوالۍ د امنيتي ارګانونو د معلوماتو له مخې تېره ورځ له غرمې وروسته طالبانو  د غزني – جاغوري لويه لار قره‌باغ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يادې ولسوالۍ ۶ اوسېدونکي وتښتول چې له څو ساعتونو وروسته يې بېرته خوشې کړل.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام