Asset 1SWN

فاریاب کې د یوه ماشوم جسد موندل شوی

Faryab-

د فاریاب د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي په «غذاري» کلي کې د هغه ماشوم جسد موندل شوی چې یوه اوونۍ مخکې لا درکه شوی و.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدا‌لله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ماشوم بسم‌الله نومېده او شپږ کلن و چې یوه اوونۍ وړاندې لادرکه شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بت‌شکن په وینا، د یاد ماشوم جسد د خواجه سبزپوش ولسوالي د غذاري کلي د سیند پر غاړه پیدا شوی او د دست‌مال په وسیله ځندی شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې د پېښې په تړاو یې د عبدالکریم په نوم یو کس نیولی او څېړنې ترې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام