د زابل د روغتیا ریاست مسوولان د دغه ولایت په سیوري ولسوالي کې پر «تورې ټوخلې» یا تورې غاړې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي. د دوی په خبره، له دې ډلې دوه ماشومان مړه شوي هم دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي چې د تورې ټوخلې مثبتې پېښې د سیوري ولسوالي په ښالم، سلامخېل، ښادي کلي، د محمدکریم او محمدخېلو کلیو کې شوې دي.
د هغه په خبره، هغو ټولو سیمو ته یې روغتیايي ډلې لېږلي چې د تورې ټوخلې د مثبتو پېښو شک پرې کېږي.
نوموړی زیاتوي چې پر دې ناروغي د اخته کسانو درملنه یې پیل کړې او هڅه کوي چې د لا خپرېدو مخه یې ونیسي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د سیمې خلکو ته لارښوونه شوې چې چېرته ولاړ نهشي او څه موده د روغتیايي ډلو تر څار لاندې تېره کړي.