Asset 1SWN

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۲۰ پرې اخته شوي

CORONA-1-770x464-1-270x163 (1)

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۲۰ نور پرې اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۶۶۶ نمونې کتلي چې له ډلې یې یادې مثبتې پېښې په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۳۲۷ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۶۰ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۳ زره او ۲۹۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه ۲۱۰ زره او ۹۱۰ کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۷ میلیونه او ۶۷۴ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له یو میلیون او ۸۹۲ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۶۳ میلیونه او ۵۵۷ زرو نه ډېر نور بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام