Asset 1SWN

د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست: بهرني بنسټونه دې د ۳۲ نابشپړو پروژو چارې بیا پیل کړي

مسئولان-اداره_ی-محیط-زیست-qfaoln7lmkmj9gx6j60pgj928g8huw3h99iloq4m88

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په چاپېریال ساتنې برخه کې د ۳۲ نابشپړو پروژو بېرته پیل کړي. د دې ادارې مسوولانو د لړم په دوه‌ویشتمه، د دوشنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې بهرني بنسټونه باید بشري مسایلو ته سیاسي رنګ ور نه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان وايي، بهرني بنستونه دې اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو جبران دې یوازې پر افغانستان نه کوي او په وینا یې: «پر هغو موسسو چې مخکې یې د چاپېریال ساتنې برخه کې کار کاوه، غږ کوو چې بیا راشي او خپل کارونه بیل کړي. دا بشري او د روغتیا اړوند مسایل دي او باید سیاسي رنګ ور نه کړل شي.»

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ارزونې او تلپاتې پراختیا رییس جلیل نقیب صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د ۳۲ پروژو د چارو درېدو افغانان، په تېره د کلیو او بانډو اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پنځلسو تازه ګومارل شویو ولایتي مدیرانو د وړتیا لوړونې په موخه یو ښوونیز پروګرام هم جوړ کړی او درې ورځې به دوام ورکړي. د دغې ادارې د ارزونې او تلپاتې پراختیا رییس وايي چې په یاد پروګرام کې د چاپېریال ساتنې ۳۲ ولایتي ادارو مسوولانو په دغه پروګرام کې ګډون کړی دی.

د پنجشېر د چاپېریال ساتنې رییس محفوظ کوهستاني د دغه پروګرام په اړه وايي: «دغه پروګرام د وړتیا لوړونې په موخه دی. د جواز ورکولو برخه کې باید د معیارونو پر بنسټ جواز ورکړو. اصلي ګټه یې د هوا ککړتیا مخنیوي او د یوه سالم چاپېریال جوړول دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې وه او افغانستان یې د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې راوستلی و چې له اقلیمي بدلون څخه ډېر اغېزمنېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام