Asset 1SWN

ننګوونکی چاپېریال؛ اوچا: مرستندویه ادارې هڅه کوي افغانانو ته حیاتي مرستې ورسوي

wanman-uthmaniyyah-zyXprfsZkuw-unsplash

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي چې دغه هېواد کې مرستندویه بنسټونه په خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال کې هڅه کوي، څو میلیونونو افغانانو ته مرستې ورسوي.

اوچا دغه څرګندونې پرون یکشنبه د غويي ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه کړي دي. دې ادارې افغانستان کې روان وضعیت اندېښمنونکی بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه له یوه ستر بشري ناورین سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اوچا همداراز له دې وړاندې افغانستان کې د کم‌سارې قحطۍ د پېښېدو خبر هم ورکړی و. یادې ادارې د تېرې وري میاشتې په ۲۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، په داسې حال کې چې مالي سرچینې د وچېدو په حال کې دي، د دې شونتیا شته چې دغه هېواد د قحطۍ له داسې ګواښ سره مخ شي چې تېرو ۲۵ کلونو کې به یې ساری نه لیدل کېږي.

اوچا همداراز ویلي و، که غوښتل شوې مرستې برابرې نه‌شي، افغانستان به د یوه بل ناورین پر لوري لاړ شي. د اوچا په وینا، دا مهال افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بیا له قحطۍ یو ګام لرې دي.

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې دا مهال نږدې ۲۸ میلیونه افغانان د ژوند ژغورلو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو رسولو بهیر د بودیجې کمښت او د ښځو کار مخنیوي له امله اغېزمن شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوچا داسې مهال افغانستان کې د قحطۍ پېښېدو په اړه خبرداری ورکوي چې هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام