په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي نن په مکه کې د افغان سولې په اړه د مفتیانو او دیني عالمانو په ګډه غونډه کې وویل، عربستان او پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو برخه کې مهم رول لري.
د نوموړي په وینا، د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې په روښانه توګه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړي او د سولې خبرواترو ملاتړ دې هم وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په عربستان کې افغان سفیر زیاتوي، جګړې او د تاوتریخوالي دوام په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له تر ټولو بد وضعیت سره مخ کړی او په وینا یې، روانه جګړه جهاد نه، بلکې د واک ترلاسه کولو یوه وسیله ده.
- قطر کې د سولې خبرې؛ طالبان د جګړې پر مشروعیت او نه مشروعیت بحث نه کوي
- د اسلامي همکاریو سازمان: طالبان دې ژرترژره اوربند ومني
- کونړ او پکتیا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراض او د اوربند غوښتنه
په عربستان کې د پاکستان سفیر بلال اکبر په دې ناسته کې وویل، هېواد یې په افغانستان کې د جګړې پای غواړي او د سولې بینالافغاني خبرواترو به تر هغه ملاتړ وکړي چې یوې پایلې ته نه وي رسېدلي.
د هغه په خبره، په افغانستان کې سوله او ثبات په پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات په مانا دي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان قضیه نظامي حللاره نه لري او ښکېل اړخونه باید له سیاسي لاروچارو خپل اختلافات پای ته ورسوي.
د پاکستان د علماوو رییس نورالحق قادري په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او د بیړنۍ سولې راتلو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر قاسم حلیمي هم په افغانستان کې د سولې راتلو په برخه کې د پاکستان رول مهم یاد کړ او په وینا یې، افغانان حق لري چې له جګړې پرته ارام ژوند وکړي. د هغه په خبره، د سولې خنډونه باید ژرترژره لرې او جګړه پای ومومي.
د افغان سولې په اړه د دیني عالمانو د یادې غونډې نورو ګډونوالو بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې بیړنی اوربند وکړي.