Asset 1SWN

هند کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله لسګونه کارګر یوه تونل کې ایسار پاتي

AP22140318734839

هند کې د یوه سړک لپاره د جوړېدونکي یوه تونل د نړېدو له امله لسګونه کارګر د تونل دننه ایسار پاتې دي.

پېښه د هند د همالیان ایالت اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې کارګرو خپل ځای نویو کارګرو ته پرېښوده. دې تونل کې ګڼ‌شمېر کارګرو په بېلابېلو وختونو کې کار کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیمه کې یوه چارواکي اسوشیټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي، د تونل نړېدو له امله شاوخوا ۴۱ کسان تونل کې دننه ایسار پاتې چې ژغورونکې ډلې یې د رااېستلو هڅې کوي.

ځايي رسنیو خبر ورکړی چې دغه تونل د ځمک‌ښوویېدنې له امله نړېدلی چې اوږدوالی یې ۴،۵ کیلومټره دی. دغه تونل پرون یکشنبه د نومبر ۱۲مه سهار ۴ بجې نړېدلی دی.

دغه تونل د سېلکیارا او ډنډالګن ترمنځ جوړېږي، څو د هندوانو دوه زیارتونه اوتراکاشي او یمنوتري سره ونښلوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سیمه یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي، دوی خوشبینه دي چې دغه کارګر له تونل راوباسي، خو په وینا یې، دا ستونزمنه ده چې ووايي، څومره وخت به ونیسي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام