Asset 1SWN

سلام وطندار

هند کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله ۳۱ کسان مړه شوي

AP22089386973672

یو‌شمېر هندي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د هند په بېحار ایالت کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او یو‌شمېر نور یې روغتون کې بستر شوې دي.

دغو کسانو د بېحار ایالت له مرکز پټنا څخه ۶۰کیلو مټره لرې په سارن نومې ولسوالي کې د شرابو له څښلو وروسته خوا وګرځوله چې ځینو یې روغتون کې ساه ورکړه او نور یې بیا روغتون ته پر لاړه مړه شول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محلي رسنۍ او چارواکو تراوسه د ۳۱ کسانو مړینه تایید کړې، خو زیاتوي چې ښايي د مړینې شمېرې لوړې شي.

بل‌خوا د یاد ایالت یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي چې تراوسه یې د پېښې په تړاو ۱۲۶ تورن کسان نیولي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

مړینه د ختیځ بېحار ایالت په دوو کلیو کې رامنځته شوې، چېرته چې یاده سیمه کې په ۲۰۱۶ کال کې د شرابو پلور او څښاک بند شوی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هند په نورو ایالتونو کې هم د شرابو پر پلور او څښاک بندیزونه لګېدلي، خو په یو‌شمېر ایالتونو کې په ناقانونه توګه شراب تولید او پلور کېږي چې هر کال د سلګونه کسانو ژوند اخلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام