د اسیا کرېکټ جام د څلور غوره پړاو کې نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله د هند له کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام د روان څلور پړاو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له افغانستان وګټله، خو هند بیا د پاکستان له لوري مات شو.

دواړو لوبډلې چې له دې وړاندې په وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې سره مخامخ شوي، درې یې د هند کرېکټ ملي لوبډلې ګټلي او پاتې دوه یې د سریلانکا په ګټه پای ته رسېدلې دي.

د اسیا کرېکټ جام روان سوپر فوور یا څلور غوره پړاو جدول کې سریلانکا لومړی، پاکستان دویم، هند درېیم او افغانستان څلورم ځای لري.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

څلور واړو لوبډلو دې پړاو کې تراوسه یوه یوه لوبه کړې چې هره لوبډله به ټولې درې سیالي کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام