Asset 1SWN

چین کې د ټسلا موټرو پلور کچه لوړه شوې

31c88bbbefad68920beae04043a10026

چین کې د ټسلا کمپنۍ د ۲۰۲۳ کال ډسمبر میاشت کې ۹۴۱۳۹ برښنايي موټر پلورلي چې د تېر کال په پرتله ۶۸.۷ سلنه لوړوالی ښيي.

رویټرز خبري اژانس نن «چهارشنبه، جنورۍ درېیمه» په یوه راپور کې ویلي، د تېر کال د نومبر په پرتله چین کې د ټسلا موټر جوړولو کمپنۍ «موډل ۳ او موډلy» برښنايي موټرو د تولید شمېر ۱۴.۲ سلنه ډېر شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د چین اړوند او د ټسلا کمپنۍ سیال د موټر جوړونې بایډ کمپنۍ په ډسمبر کې خپل برښنايي « Dynasty and Ocean lineup» ۳۴۱۰۴۳ موټر پلوري چې د تېر کال په پرتله ۴۵سلنه ډېروالی په‌کې راغلی دی.

بایډ «بي‌وای‌ډي» د تېر کال د وروستۍ ربع په درېوو میاشتو کې د نوې انرژۍ ۹۴۴۷۷۹ موټره پلورلي چې د ریکارډ کچې پلور شمېرل کېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چین شانګهای کې د ټسلا موټرو جوړولو کمپنۍ څانګه د یاد شرکت تر ټولو ستره څانګه ده چې کال د «موډل ۳ او موډل y » ۱.۱ میلیونه موټرو د جوړولو ظرفیت لري او له چین سربېره اسټرالیا، نیوزیلنډ او اروپا ته هم له همدې کمپنۍ موټر لېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام