عبدالغني برادر: افغانستان به ډېر ژر له چین سره ونښلول شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي چین هېواد سره ونښلول شي.

عبدالغني برادر دغه څرګندونې پرون «سه‌‌شنبه، مرغومې ۱۲مه» د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه جومات د بنسټ ډبرې د کېښودو په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د ازبکستان برښنا بېرته نښلول کېږي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي، راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته د ازبکستان د پرې شوې وارداتي برښنا یوه اندازه بېرته ونښلول شي. د یاد وزارت ویاند ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ۲۵۰ مېګاواټه برښنا بېرته وصل کړي.

د پلازمېنې پرې شوې برښنا او د کابلیانو نیوکې

درې ورځې وړاندې د برښنا شرکت ویلی‌وو چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالي کې د برښنا د دوو وېجاړو شویو ستنو د بیا جوړولو لپاره د پلازمېنې کابل او یو‌‌شمېر نورو ولایتونو برښنا د ۷۲ساعتونو لپاره پرې کوي. خو نن شنبه د درېو ورځو له تېرېدو وروسته د افغانستان د برښنا شرکت نه دی بریالی شوی چې د کابل او نورو ولایتونو برښنا بېرته ونښلوي. برښنا شرکت بیا وایي، هڅه کوي د نن ورځې تر پایه د کابل برښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.