د طالبانو د رهبرۍ غړي امیرخان متقي نن په یوه خپور کړي غږیز پیغام کې ویلي چې د پنجشېر مسلې د هواري لپاره د مقاومت جبهې له مشرانو سره د  دوی خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلي دي.

نوموړي د پنجشېر له اوسېدونکي څخه غوښتنه کړې چې خپل مشران د یادې ستونزې د هواري لپاره خبرو ته قانع کړي او هغه کسان چې د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري باور نه لري، له دغه ولایت څخه یې بهر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

متقي په دغه غږیز پیغام کې ویلي، کله چې د ناټو په همکارۍ څه ونه شول، اوس مقاومت ګټه نه لري او جګړه باید رامنځ ته نه شي.

هغه وایي چې د طالبانو په استازیتوب د پنجشېر اوسېدونکو ته قول ورکوي چې ځان او مال به یې خوندي وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امیرخان متقي دغه غږیز پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې مونږ د یوه ټول ګډونه حکومت غوښتونکي یو او سوله د تسلیمۍ په معنی نه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام