له حکومتونو ناهیلي؛ روزګانیانو د روزګان-کندهار لویې لارې رغولو ته مټې رابډوهلې
د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نهدی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګراتګ ته چمتو کړي.