ولسي جرګې نن دو شنبه د رایو په غوڅ اکثریت د هغو ادارو لغو کېدل تصویب کړل چې د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې جوړې شوې وې. دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د تېرې چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ملي امنیت شورا او د چارو ادارې په څېر هغو ادارو د لغو کېدو غوښتنه وکړه چې وايي په ناقانونه ډول جوړې شوې دي.

د ولسي جرګې مشر میر الرحمان رحماني وايي، د اساسي قانون د ۹۰يمې مادې د څلورم بند له مخې، د اداري واحدونو جوړول، تعدیل او لغوه کول د ولسي جرګې له واکونو دي او که چېرې دولت غواړي دغه ادارې تشکیل کړي، نو باید له قانوني لارو ګام پورته کړي.

د ولسي جرګې رييس له مالیې وزارت او د دغې جرګې له مالي او بودیجوي کمیسیون نه وغوښتل چې د یادو ادارو لپاره ځانګړې شوې بودیجه حذف او د نوي مالي کال لپاره ورته بودیجه په پام کې ونه نیسي.

ولسمشر غني په خپلې ولسمشریزه دوره کې څو ریاستونه په وزارتونو واړول او دغه راز یې نوي وزارتونه جوړ کړل.

د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې يې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت ریاست په وزارت بدل کړل.

د  ۱۳۹۵ کال د کب په ۲۱ مه د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزارت رامنځته شو.

د ۱۳۹۶ کال د وري په ۳۰مه، د سیاحت په چارو کې د دولت وزارت جوړ شو.

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۲۹ مه، د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزارت چې له دې وړاندې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تشکیل کې ځای درلود، جوړ شو.

همدارنګه، د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې د بشري حقونو او نړیوالو چارو کې د دولت وزارت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم جوړ شول. خو د دغو ټولو له ډلې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هغه یوازینی وزارت دی چې د ولسي جرګې په تصویب جوړ شوی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام