Asset 1SWN

ولادیمیر پوتین: د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی دی

GettyImages-1238504420

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د دې احتمال شته چې له افغانستان څخه د سخت‌ دریځو ډلو وسله‌وال د ډله‌ییز امنیتي تړون د سازمان غړیو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی چې پوتین د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ دویمه د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې د ډله‌ییز امنیت تړون د سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنه وړ وباله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه زه د خپلو همکارانو اندېښنې له تاسو سره شریکوم. وضعیت کړکېچن دی. د ډله‌ییز امنیت تړون د سازمان غړیو هېوادونو ته د وسله‌والو او ترهګرۍ خپرېدو ګواښونه اوس هم زیات دي او د دوی ترمنځ د افراطي ایدیالوژۍ د پراخېدو احتمال موجود دی.»

ولادیمیر پوتین، خواستار هم‌آهنگی بیش‌تر کشورهای عضو سازمان پیمان امنیت جمعی در باره‌ی افغانستان شده و گفته که این کار نیاز است. او تأکید کرده است: «البته این تهدیدها با کمک عملیات ویژه‌ی مشترک و اقدامات عملیاتی که کارایی آن‌ها را ثابت کرده است، خنثا شود.»

د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې مسکو به افغانستان کې د ثبات رامنځته کېدو او نورو برخو کې مرسته وکړي، خو دغه هېواد کې باید لومړی یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي.

هغه ویلي: « په دې بهیر کې لومړۍ دنده دا ده چې افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کېدو په اړه ډاډ ورکړل شي چې د ټولو قومونو استازي په‌کې ګډون ولري.»

له دې وړاندې هم روسیي چارواکو په وار وار افغانستان د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمت ناسته کې ویلي و، اسلامي امارت د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو په اړه بې‌ فکره دی.

د مسکو فارمټ ناسته چې څو ورځې وړاندې وشوه، د اسلامي امارت کوم چارواکو نه و ورغوښتل شوی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د ګاونډي او د سیمو ځینو هېوادونو افغانستان کې د وسله‌والو ډلو له شتون اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت تل د دغو اندېښنو په غبرګون کې ویلي چې هېڅ‌کله به د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او دغه اندېښنې یې بې‌بنسټه بللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام