د روسیې ولسمشر وايي، افغانستان لا هم سیمه کې د یوې سترې امنیتي ننګونې په توګه پر ځای پاتې دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبه د تلې ۲۱مه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د سیکا ناستې په ترڅ کې د وینا پرمهال ویلي، «افغانستان د سيمې لپاره يو له تر ټولو سترو امنيتي ننگونو په توگه پر ځاى پاتې دى.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پوتین زیاته کړې چې افغانستان کې د امریکا او ناټو له دوو لسیزو پوځي حضور وروسته لا هم دغه هېواد نه دی توانېدلی چې په خپلواکه توګه ترهګرۍ سره تړلي ګواښونه له‌منځه یوسي.

د روسیې ولسمشر د روان کې په وږي میاشت کې کابل د دغه هېواد سفارت مخې ته د شوي ځانمرګي برید ته په اشارې سره ویلي، دغه بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان کې لا هم ترهګریز ګواښونه په جدي توګه پر ځای پاتې دي.

کابل د روسیې پر سفارت برید چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی، د ملکیانو په ګډون د یاد سفارت دوه کارکوونکي هم ووژل شول.

په همدې حال کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سیکا ناسته کې د نړیوالو له لوري د افغانستان له پامه غورځولو ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان په اړه ې د خبرو لپاره یوه نړیواله ډله جوړه شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم دغه ناسته کې ویلي چې افغانستان کې د ناامنۍ مخنیوي لپاره د خبرو له لارې د عملي ګامونو اخېستلو ته اړتیا ده.

نوموړي یو ځل بیا افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې داسې یو پراخ‌بنسټه حکومت باید جوړ شي چې له ګاونډیو سره سوله‌ییزې اړیکې وپالي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

سږکال افغانستان په قزاقستان کې د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس يا «سيکا» په شپږمه سر مشريزه کې له دې امله ګډون نه و کړی چې اوسنی سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام