د خېبرپښتونخوا ایالت ویاند: ټي‌ټي‌پي‌ سوات ته د جګړې لپاره نه و تللي

پاکستاني رسنیو نن جمعه د تلې ۲۲مه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت د ویاند محمدعلي سیف له قوله ویلي چې سوات کې د ټي‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طالبانو تحریک) وسله‌وال د جګړې لپاره نه وو تللي، بلکې یو قومندان یې د خپلې خور پوښتنه ته تللی و.

ولادیمیر پوتین: افغانستان د سیمې لپاره تر ټولو ستره امنیتي ننګونه ده

د روسیې ولسمشر وايي، افغانستان لا هم سیمه کې د یوې سترې امنیتي ننګونې په توګه پر ځای پاتې دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبه د تلې ۲۱مه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د سیکا ناستې په ترڅ کې د وینا پرمهال ویلي، «افغانستان د سيمې لپاره يو له تر ټولو سترو امنيتي ننگونو په توگه پر ځاى پاتې دى.»

بلخ کې نابینایان دوی ته د اسانتیاو نشتون له امله شکایت کوي

د اکټوبر پنځلسمه د ړندو (نابینایانو) له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره هېواد کې یو‌شمېر نابینایان دوی ته د اسانتیاوو نه‌شتون له امله شکایت کوي.

بلخ کې یو‌شمېر نابینایان شکایت کوي چې ښوونځي یې تړل شوي، په برېل خط لیکل شوي کتابونه‎، کاري او نورې اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي.