د پاکستان کرېکټ لوبډله د نیوزیلنډ په کوربه‌توب د یادو هېوادونو او بنګلدېش کرېکټ لوبډلې ترمنځ د پیل شویو شل اووره سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله.

د یادو سیالیو پایلوبې ته چې نن وشوه د پاکستان او کوربه‌ نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو لاره موندلې وه چې پاکستان بریالی شو پایلوبه کې نیوزیلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او د لوبډلمشر کېن ویلیامسون د ۵۹ منډو په پرمټ یې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

 د پاکستان لپاره محمدنواز ښه لوبه وکړه او چټکې ناسوځېدلې ۳۸ منډې یې جوړې کړې چې ورسره د پایلوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ غوره لوبغاړی بیا د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مېچل برېسوېل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام