Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان تراوسه له ۴۱۸ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته را اړولي

59EB9283-D827-4688-B4E8-4A93C8C2A541_cx0_cy5_cw0_w408_r1_s

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی چې تر اوسه ۴۱۸ زره او ۹۸۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د پاکستان راډیو نن (د لیندۍ اتلسمه، د شنبې ورځ) لیکلي چې یوازې پرون ۲۴۷۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. 

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې رسنۍ په وینا، د افغانانو په ګډون، په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کسانو د اېستلو لړۍ روانه ده.

پاکستان په اکټوبر میاشت کې د ۱،۷ میلیونه افغانانو په ګډون، ناقانونه کډوالو ته ضرب‌الاجل وټاکه، څو دغه هېواد پرېږدي او که په خپله خوښه ونه وځي، دوی به یې په زوره وباسي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان لنډمهالي سرپرست حکومت د نومبر په دویمه د هغو افغانانو د په زوره اېستلو لړۍ چې قانوني سندونه نه لري، پیل کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام