د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي چې د اکتوبر له درېیمې راپدېخوا له پاکستان څخه په اټکلیز ډول ۳۷۴۰۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوې دي.
د کډوالو عالي کمېشنري سهشنبه د نومبر ۲۱مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ډېری راستانه شوي وېرې سره مخ او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یاد بنسټ په وینا، له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو پراخې څپې افغانستان کې بشري ناورین لاپسې غځولی دی.
د کډوالو عالي کمېشنري د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان ځینو سیمو کې هوا په سړېدو ده او د ښځو او ماشومانو په ګډون که راستانه شويو ته سرپناه برابره نهشي، خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
په خبرپاڼه کې د کډوالو عالي کمېشنري غږ کړی چې افغانستان ته ستنېدونکي کډوال باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته ستانه شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، راستانه شوي افغانان د پاکستان حکومت له لوري دوی سره د شوي ظلم، ناوړه چلن او ځورونې څخه شکایت کوي او په وینا یې، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دې سازمان همداراز ټينګار کړی چې د تورخم او سپینبولدک له لارو راستانه شویو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د مرستې رسونې دغه چاره یې افغانستان کې د روان ناورین ترڅنګ ستونزمن کار بللی دی.
پاکستان د نومبر له دویمې افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړی چې تر دې مهاله زرګونه کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
UNHCR is concerned over Pakistan’s orders for undocumented foreigners to leave.
So far an estimated 374,000 people have returned to Afghanistan – mostly in fear and haste. Many are vulnerable, including women and children.https://t.co/JnweHXSzKX pic.twitter.com/89rW4GKmXB
— UNHCR, the UN Refugee Agency (@Refugees) November 22, 2023
راستنو شویو افغانانو سره د سرپرست حکومت سربېره د مرستندویه بنسټونو لوخوا هم مرستې شوي، خو وايي، دغه مرستې ورته بسنه نهکوي او د دایمي سرپناه ترڅنګ دې د کار زمینه هم برابره شي.
بلخوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې راستانه شویو ته د لنډمهالي سرپناه سربېره د ښارګوټو جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
له پاکستان څخه په زور د افغانانو د ستنېدو بهیر له د سرپرست حکومت او نړیوالو له لوري له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی او له دې هېواد غوښتنه شوې چې پر خپلې یادې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پاکستان بیا تراوسه یادو غبرګونونو ته کوم ځواب نهدی ویلی او د دوی په ټکو له یاد هېواده یې د ناقانونه افغانانو په زور د اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.