د اسټرالیا په کوربه‌توب د شل اووره نړیوال جام لومړي پړاو سیالیو په لړ کې نیدرلنډ لوبډلې نن نمیبیا ته ماته ورکړه او په روان پړاو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا ترلاسه کړه.

نمیبیا لوبډلې په دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو نیدرلنډ لوبډلې ته د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نمیبیا لپاره «جان فرای‌لینګ» تر ټولو زیاتې ۴۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې نیدرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په وروستي اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

نیدرلنډ دا مهال په «اې» ګروپ کې په دوو بریا سره د جدول په سر کې لومړی ځای، نمیبیا په یوې بریا او یوې ماتې سره دویم، عربي متحده امارات په یوې ماتې سره درېیم او سرېلانکا هم له یوې ماتې سره د جدول په وروستي ځای کې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

له «اې» ګروپ څخه بله نننۍ لوبه د سریلانکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ روانه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام