پاکستاني رسنیو نن جمعه د تلې ۲۲مه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت د ویاند محمدعلي سیف له قوله ویلي چې سوات کې د ټيټيپي (پاکستاني طالبانو تحریک) وسلهوال د جګړې لپاره نه وو تللي، بلکې یو قومندان یې د خپلې خور پوښتنه ته تللی و.
نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوې چې له تېرو څو اوونیو راهیسې په سوات کې د وسلهوالو کسانو په ځانګړې توګه د ټيټيپي د فعالیتونو او بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې سوات کې د ښوونځي پر یوه موټر د وسلهوال برید پرمهال موټر چلوونکی وژل شوی او یو زدهکوونکی ټپیان شوي دی.
ټيټيپي دغه برید کې خپل لاس لرله رد کړي او هغه یې غندلی و.
د خېبرپښتونخوا ایالت د ویاند محمدعلي سیف همداراز ویلي، د ټيپيټي او پاکستان حکومت ترمنځ خبرې روانې دي، خو د نوموړي په وینا، دغه هېواد کې ځینې ډلې نهغواړي دا خبرې کامیابې شي.
د نوموړي دغه څرګندونې په خېبرپښتونخوا کې د ګڼو سیاستوالو او چارواکو له تند غبرګون سره مخ شوي او هغه یې د ایاېسای پروژه بللې ده.