د ا.ا په واکمنېدو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو د سیمې او نړۍ په کچه لویې او کوچنۍ غونډې شوي چې تل له نیوکو سره مخ شوي دي. په تازه‌ګۍ سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د تلې پنځمه د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه ناسته وکړه.

د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۷مې کلنۍ غونډې پرمهال د ځینو هېوادونو مشرانو د افغانستان وضعیت څخه اندېښنه ښودلې وه چې د دغه سازمان له ناستې یوه ورځ وروسته، د امنیت شورا بېګانۍ ناسته کې هم دغه اندېښنې تکرار شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د یوناما سرپرست ماکرس پوټزل د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان کې له روان ناورین څخه اندېښنه څرګنده کړه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما سرپرست مارکس پوټزل دغه راپور کې له زده‌کړو د نجونو  محرومېدو، د واک انحصار، بې‌وزلي او امنیتي ګواښونو ته هم اشاره کړې او هغه یې د اندېښنې وړ بللي دي.

بل‌خوا د چارو ځینو شنونکي وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو ترمنځ تضاد لامل شوی چې دغه شان ناستې د افغانستان لپاره بې‌ پایلې وي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري سلا‌م‌وطندار ته وویل: «د امنیت شورا غړي یوه خوله نه دي. هغه هېوادونه چې د وټو حق لري، متحد او کډ عمل نه کوي او د دوی ترمنځ تضاد او د ګټو خلاف لامل شوی چې افغانستان یوازې د سیاسي ازار په توګه وکارول شي.»

دا په داسې مهال دی چې افغانستان له تېر یوه کال راهیسې په سیاسي انزوا کې دی او اوسنی حکومت هم د نړیوالې ټولنې له لورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې باور دی چې نړۍ افغانستان ورو ورو له یاده باسي او په وینا یې، وروسته به له افغانستان سره د تعامل علاقه هم ونه‌لري.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې نړۍ د اوکراین جګړې ته پام اړولی او اسلامي امارت هم څنډې ته شوی چې د افغانستان د وضعیت په اړه مهمې غونډې پاکستان، ازبکستان او تاجکستان په څېر هېوادونو سره نیول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

بشري حقونو ته درناوی په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته، د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، هغه شرطونه دي چې نړیواله ټولنه يې د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره وړاندي کړي، خو اسلامي امارت تر اوسه په یادو برخو کې د نړۍ قناعت نه دی تر لاسه کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام