پاکستان له افغانستان سره ټولې پنځه دروازې د باروړونکو موټرو پر مخ تړلي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره په ټولو پنځو دروازو کې د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کړې او دغه لارې یې د هغو د تګ‌راتګ پر مخ تړلې دي. پاکستان تازه په خوست کې د غلام‌خان بندر هم د پاکستان تړلی دی.

زابل کې د یوه صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز قلات ښار اړوند سیمه کې پر څه باندې ۱۰زره جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د زابل مرستیال والي محیب‌الله حماس وايي چې دغه صنعتي ښارګوټی به درې بېلابېلې برخې ولري او پر ۱۰زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه به جوړ شي.

برادر خلکو ته: د راغلي امنیت شکر پر ځای کړئ!

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پر خلکو غږ کړی چې هېواد کې د راغلي امنیت شکر پرځای کړي او له سرپرست حکومت ملاتړ وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د مرغومې ۲۷مه پر اېکس لیکلي چې عبدالغني برادر دې غونډه کې د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امکاناتو برابرېدو په صورت کې به د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

بُست ولایتي روغتون کې تېرکال د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه شوې

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بې‌پولې ډاکټرانو په مرسته تېر کال د بُست ولایتي روغتون کې یې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلام‌وطندار ته وايي، د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه چې د کلونو راهسې د هلمند بست ولایتي روغتون سره د روغتیا په برخه کې مرسته کوي، وايي، دې ناروغانو کې د بستر، او‌پي‌ډي او نورو ناروغانو درملنه شوې.

کندهار کې په څه باندې ۱۰میلیونه افغانیو یو چکډېم ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار مسوولان وايي، د دغه ولایت مرکز اړوند میانکو سیمه کې د ۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه چکډېم «سه‌‌شنبه، مرغومې ۲۶مه» د «یو‌ان‌ډي‌‌پي» په مالي لګښت د براک موسسې په تخنیکي همکاري جوړ چې د ۱۵۰۰۰۰متره مکعبه اوبه زېرمه کولو ظرفیت لري.

افغانستان نن له هند سره درېیمه شل اووره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د افغانستان او د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې درې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن دواړو لوبډلې درېیمه او وروستۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۷مه د بنګلور په «چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

۲۰۲۳ کال او د «افغان ښځو» وضعیت

که څه هم ۲۰۲۳ کال کې د افغان مېرمنو د ژوند بېلابېلو اړخونو کې له پرمختګ او پر وړاندې یې د ولاړو ستونزو څخه سترګې نه‌شي پټېدی، خو د روان ۲۰۲۴ کال له پیل سره هم‌مهاله د پرمختګونو پراخېدو او ستونزو هواري ته هیلې ژوندۍ دي. په دې راپور کې هغو څېړنیزو راپورونو ته ځغلنده نظر کوو چې سلام‌وطندار «سلام افغانستان رسنیزې موسسې» د تېر یوه کال پر مهال د افغان مېرمنو وضعیت او برخلیک په اړه چمتو او خپاره کړي دي.