Asset 1SWN

افغانستان نن له هند سره درېیمه شل اووره لوبه کوي

Mohali, India 11 January 2024: Shubhman Gill trying to stop Rohit Sharma for Run during the first match of One Day International T20 cricket match at the Punjab Cricket Association I.S. Bindra stadium in Mohali, Punjab, India on Thursday, January 11, 2024.Photo by Ravi Kumar/Hindustan

د هند په کوربه‌توب د افغانستان او د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې درې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن دواړو لوبډلې درېیمه او وروستۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۷مه د بنګلور په «چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان د یادې لوبلړۍ په لومړیو دوو سیالیو کې ماته خوړلې او کېدونکې وروستۍ لوبه کې به هڅه وکړي چې په لومړي ځل هند له ماتې سره مخ کړي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هند ته د ۱۵۹ او دویمه سیالي کې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړی و.

هند بیا دواړه لوبې په شپږو-شپږو وېکټو ګټلي دي.

د افغانستان او هند ترمنځ دا لومړۍ ځل دی چې د شل اووره سیالیو تاریخي لوبلړۍ کېږي. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ نه‌ د یو ورځنیو او نه هم د شل اووره سیالیو لوبلړۍ شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم افغانستان لومړۍ دوو سیالیو کې ماته وخوړله، خو د هند په څېر لوبډلې سره سیالي کول به د افغان لوبغاړو تجربه نوره هم زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام