د نیپال کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپاچوونکی سنډیپ لامیچاني د جنسي تیري په قضیه کې په اتو کلونو بند محکوم شوی دی.
نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې پر یوې ۱۸ کلنې مېرمنې پر جنسي تیري تورن شوی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سنډیپ لامیچاني د نیپال کرېکټ ملي لوبډلې یوازینی لوبغاړی دی چې د نړۍ په خورا مشهورو لیګونو کې لوبېدلی دی.
د هند ایپياېل، د پاکستان سوپر لیګ د اسټرالیا بېګباش لیګ او د وېسټ انډیز کربیین لیګ کې لوبې کړې دي.
د محکمې د پرېکړې اعلان پر مهال نوموړی محکمه کې حاضر نهو. د نیپال دا ۲۳کلن لوبغاړی تېره میاشت محکمې په دې قضیه کې رسمنا تورن کړ.
لامیچاني په ۲۰۲۲ کال کې د کټمنډو په یوه هوټل کې پر یوې مېرمنې د جنسي تیري په تور ونیول شو او وروسته په ضمانت خوشې او نړیوالو سیالیو ته راستون شو.
د محکمې یوه چارواکي ویلي چې لامیچاني باید قرباني شوې مېرمنې ته د غرامت په توګه ۳۷۷۰ ډالر هم ورکړي.