Asset 1SWN

نیپال شل اووره نړیوالو سیالیو کې نوي ریکارډونه جوړ کړل

Nepal-8

د نیپال کرېکټ ملي لوبډلې «اسیايي لوبو» کې د منګولیا لوبډلې پر وړاندې په شل اووره نړیوالو سیالیو کې نوي ریکارډونه جوړ کړل.

نیيالۍ لوبډلې پرون سه‌شنبه د سپټمبر ۲۶مه د چین د هانګ‌ژو د «ایشیان ګېمز» په لومړۍ لوبه کې د منګولیا پر وړاندې شلو اورونو کې ۳۱۴ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې وړاندې دغه ریکارډ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره و. افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ایرلنډ پر وړاندې په شل اووره سیالیو کې ۲۷۸ منډې جوړې کړې وې.

دغه سیالي له هر اړخه د نیپال کرېکټ ملي لوبډلې او لوبغاړو لپاره له ریکارډونو ډکه وه. نیپالي لوبغاړي کوشال مالا دې سیالي کې د شل اووره لوبو تر ټولو چټکه سلیزه ترلاسه کړه.

نوموړي په ۳۴ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او ټوله کې یې ۱۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړ وکړې.

په ورته مهال د نيپال یوه بل توپوهونکي «ډیپنډرا سېنګ اېري» بیا د هندي لوبغاړي یوفراج سېنګ د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ هم مات کړ او په نهو توپونو یې ۵۰ منډې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نيپال دې لوبه کې منګولیا ته د ۲۷۳ منډو په توپیر ماته ورکړه چې نړیوال ریکارډ شمېرل کېږي. منګولیا دې لوبه کې یوازې ۴۱ منډې وکړې او ټوله لوبډله یې وسوځېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام