Asset 1SWN

سریلانکا نن اسیا جام کې بنګلدېش سره لوبه کوي

۳صقصفص۴

د اسیا کرېکت جام سیالیو په لړ کې نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله د بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د اګسټ ۳۱مه د سریلانکا په کوربه‌توب په «پالي‌کیلي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسیا جام سیالیو له «ب» ګروپ څخه دا لومړۍ سیالي ده چې نن کېږي. افغانستان هم په همدې ګروپ کې دی چې د سپټمبر په درېیمه به لاهور کې له بنګلدېش سره خپله لومړۍ لوبه وکړي.

پرون چهارشنبه د اسیا جام سیالیو له «الف» ګروپ څخه په لومړۍ لوبه کې پاکستان په خپل کوربه‌توب نیپال ته ماته ورکړه. په هغه ګروپ کې هند، پاکستان او نیپال لوبېږي.

سریلانکا او بنګلدېش په وروستیو پنځو کړیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درې ځلې سریلانکا او دوه ځلې بنګلدېش بریا خپله کړې ده.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې بیا په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې هېڅ ماته نه‌لري، خو بنګلدېش بیا دوه بایللي او درې یې ګټلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سریلانکا لوبډلې د تېر ۲۰۲۲ کال اسیا جام چې هغه مهال د شل اووره سیالیو په فارمټ کې ترسره شوې وه، اتلولي ګټلې او د سږکال اسیا جام سیالیو کې به هڅه کوي، څو له خپلې اتلولۍ ساتنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام