Asset 1SWN

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله له هند سره لوبه کوي

GC-nc2LXwAAX5wZ

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي‌افریقا په کوربه‌توب د درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې نن د هند ۱۹کلنې کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «پنج‌شنبه، مرغومې ۱۴مه» د سوېلي‌افریقا د جهانس‌بورګ په اولډ اېډوارډینس کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان په یاده لوبلړۍ کې تر دې مهاله دوه لوبې کړي چې هند ته یې بایللې او کوربه‌ سوېلي‌افریقا ته یې بیا په یوې په زړه پورې لوبه کې ماته ورکړې ده.

افغانستان به له  یادې لوبې وروسته د جنورۍ په اتمه له سوېلي‌افریقا سره لوبه وکړي. د جدول د سر دوه لوبډلې به د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پای‌لوبې ته لاره پیدا کوي.

د روانې جنورۍ په لسمه به د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پای‌لوبه وشي.

افغانستان دا مهال په یوې بریا او یوې ماتې سره دویم ځای کې شتون لري. هند په دوو بریاوو سره لومړی او کوربه‌ سوېلي‌افریقا بیا په دوو ماتو سره د جدول وروستي ځای کې دی.

د افغانستان له ۱۹ کالونو څخه د کم عمر لرونکې ملي لوبډلې لوبغاړي الله‌محمد غضنفر تر دې مهاله په دوو سیالیو کې شپږ او عرب‌ګل څلور وېکټې اخیستي چې د ډېرو وېکټ اخیستونکو لوبغاړو د جدول په دویم او درېیم ځایونو کې دي.

د هند سومي پانډې بیا په کړیو دوو سیالیو کې تر دې مهاله نهه وېکټې اخیستي او د جدول په سر کې دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حسن عیسي‌خېل بیا تر دې مهاله د افغانستان لپاره ډېرې منډې جوړې کړي او د درې اړخیزې لوبلړۍ د توپ‌وهونکو د جدول په څلورم ځای کې شتون لري. هغه په دوو سیالیو کې ۸۵ منډې جوړې کړي چې یوه لوبه یې ډېرې منډې ۵۴ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام