Asset 1SWN

کندهار کې په څه باندې ۱۰میلیونه افغانیو یو چکډېم ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو

چکډېم

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز کندهار ښار اړوند میانکو سیمه کې د ۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه چکډېم «سه‌‌شنبه، مرغومې ۲۶مه» د «یو‌ان‌ډي‌‌پي» په مالي لګښت د براک موسسې په تخنیکي همکاري جوړ چې د ۱۵۰۰۰۰متره مکعبه اوبه زېرمه کولو ظرفیت لري او پر جوړېدو یې ۱۰.۳ میلیونه افغانیو لګښت راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد چکډېم د جوړېدو چارې پیل سره مهاله ۲۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه. د یادې پروژې یوه انجینیر شعیب دراني سلام‌وطندار ته وویل: «دغه ډېم چې د دوه میاشتو په موده کې جوړېږي. ۱۵۰زره متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او په زرګونه کورنۍ او د کندهار ښار چې د سېلابونو ګواښ سره مخ وو، ژغورل کېږي. د دغه ډېم د جوړولو پر مهال ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.»

د سیمې اوسېدونکي چې سېلابي اوبو او وچکالي ځپلي وايي، خوښ دي چې د سرپرست حکومت له لوري ورته دغه بند ورغول شو. د دوی په وینا، د سېلابونو پرمهال یې کورونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ وو چې د دې چکډېم په جوړېدو سره اوس له دې ستونزې وژغورل شول.

د یادې سیمې اوسېدونکي عبدالحمید وویل: «پر دغه جر باندې پراته دي، دا خلک ټوله د خطره ووته، دا په هغه بل کال باندې وسه (سیلاب) راغله حتا د تېرې دا ډي کورونه یې ټوله یوړل. هغه بله ورځ ښځې راغلې وې د بند دجوړېدو سیل یې کاوه چې په دې خوشحاله وې چې دا ټوله خلک د خطره خلاص شول.»

د کندهار ښار میانکو سیمه کې د جوړ شوي چکډېم چارې ارزونې لپاره انجیران او مسوولان لیدنه کوي.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې به د اوبو مهار او تر ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړېدو لپاره «چکډېمونه» جوړ کړي.

د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالی سلام‌وطندار ته وايي، دغه چکډېمونه د کندهار په ۱۹ ولسوالیو کې جوړېږي چې د هر چکډېم پر جوړېدو به درې میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

هغه وویل: «د شیخ صاحب په حکم باندې د کندهار ښار په ټولو ولسوالیو کې چې ۱۹ ولسوالي کېږي او زراعت ریاست ته سپارل شوي، په هره ولسوالي کې به چک‌ډیمونه جوړېږي. د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت باندې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ کندهار کې د ځینو موسسو له لوري هم  یوشمېر چک‌ډېمونه جوړ شوي او یوشمېر نورو باندې کار روان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام