Asset 1SWN

زابل کې د یوه صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

IMG-20240116-WA0159

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز قلات ښار اړوند سیمه کې پر څه باندې ۱۰زره جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د زابل مرستیال والي محیب‌الله حماس وايي چې دغه صنعتي ښارګوټی به درې بېلابېلې برخې ولري او پر ۱۰زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه به جوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دا د زابل مرکز قلات ښار په درې کیلومترۍ کې یو صنعتي پارک جوړیږي چي درې برخې به ولري. یوه برخه به يې د وړو تجارتي کاروبارونو لپاره وي، دویمه برخه به يې د لویو کمپنیو لپاره او صنعتي کارونو لپاره او درېیمه برخه به يې د صنعت او زراعت لپاره وي. دا ښارګوټی تر لس‌زره او درې سوه جریبه باندې جوړ شي.»

په ورته مهال د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس نذیراحمد حمزه په دې اړه وویل: «کارونه يې تر انتقال پورې رسېدلي، ځمکه ورته مشخصه شوې، د نقشې چارې يې هم بشپړې شوي، یوازې د انتقال او ډیزان پروسه يې پاتې. سوداګر ټول امیدوار دي چي دا د زابلیانو لپاره یو ښه اقدام دی.»

په ورته مهال زابل کې سوداګر دغه صنعتي ښارګوتی یو لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، تر دې وروسته به د نورو ولایتونو او هېوادونو پر ځای به په یاد صنعتي ښارګوټي کې بیلابیلو برخو کي پانګونه کوي.

یوه سوداګر عبدالقادر وویل: «دا د زابل د ډېرو تجارانو غوښتنه وه چې موږ ته پارک صنعتي جوړ شي، خو څه وخت چي وزیر صاحب راغلی و هم زموږ غوښتنه وه چې موږ ته باید صنعتي پارک جوړ شي، زموږ ډېرو تجارانو پخوا غزني او کابل کي ځمکې اجاره کولې او هلته يې پانګونه کوله.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

زابل کې د دغه صنعتي ښارګوټي  د جوړېدو پرانېسته داسې مهال کېږي چي څه موده وړاندې هلمند کې هم  د ورته دوه صنعتي ښارګوټو د جوړېدوپرانېسته شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام