Asset 1SWN

برادر خلکو ته: د راغلي امنیت شکر پر ځای کړئ!

GEB3c6-XQAAb3Na

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پر خلکو غږ کړی چې هېواد کې د راغلي امنیت شکر پرځای کړي او له سرپرست حکومت ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د ننګرهار ولایت مقام کې جوړې شوې یوې غونډې ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د مرغومې ۲۷مه پر اېکس لیکلي چې عبدالغني برادر دې غونډه کې د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امکاناتو برابرېدو په صورت کې به د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

همداراز دې ناسته کې برادر ویلي چې نږدې راتلونکې کې به د سوداګرو ملاتړ په موخه د ننګرهار پر شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې تعرفه هم راکمه کړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي: «د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د غونډې په پای کې د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په تدریج سره د امکاناتو برابرېدو په صورت کې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي او له دوی غواړي چې په هېواد کې د راغلي امنیت شکر پر ځای او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

عبدالغني برادر همداراز له هېواده بهر پر مېشتو افغانانو او سوداګرو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او دوی به ترې د خپل توانه ملاتړ وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام