Asset 1SWN

عبدالغني برادر د برښنا تولید برخه کې له ایران د همکاري غوښتنه کړې

6dff3ca5-0e2d-465f-aaeb-8a9925ac764f

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري نن سه‌شنبه د لړم ۱۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې برادر د ایران د انرژۍ وزیر سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواد څخه د برښنا تولید، د کرنې برخه کې د اوبو رسونې معیاري سېسټم رامنځته کولو او د وچکالي مدیریت لپاره افغانستان سره د همکاري غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان تازه له جګړې او اشغال بهر شوی، د برښنا تولید لپاره د باد، اوبو ترڅنګ لمر او د ډبرو سکرو په څېر سترې سرچینې لري چې په کور دننه د برښنا کنښت ستونزه حلوي چې له دې امله د برښنا تولید برخه کې د ایران د فني همکارۍ غوښتونکي یوو.»

د ملا عبدالغني برادر په مشري افغان پلاوی د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا وايي چې ایران ته د افغان پلاوي سفر راهیسې تر دې مهاله ایراني لوري سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ پراختیا برخه کې دوه اړخیز تړونونه شوې دي.

نوموړي وویل: «لیدنې لاهم روانې دي، بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، سوداګرۍ، ټزانزیټ او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي دي.»

په همدې حال کې ایراني چارواکو  د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، ټاکل شوې چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ایراني لوري سره ۴۱ تړونونه لاسلیک کړي. «ټاکل شوې چې ۴۰-۴۱ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي او یو ګډ کمېسیون باید جوړ شي چې دا ستونزې بررسي کړي، کمېټې باید جوړې شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ملا عبدالغني برادر او مل پلاوي سره یې لیدنه کې د ایران او افغنستان ګډ بازار، نیمروز، کندهار او هلمند سره د اوسپنې پټلۍ نښلولو  ترڅنګ چین سره د افغانستان نښلولو سربېره د افغانستان له لارې ایران سره د اوزبکستان د نښلولو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او هغه یې د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام