Asset 1SWN

لوګر کې د ازرې-پل‌علم لویه لاره د ټرافیک پرمخ پرانېستل شوه

لوګر-واوره

د لوګر د ټولګټو ریاست چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالي او مرکز پل‌علم ترمنځ لویه لاره چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې وه، نن یکشنبه د ټرافیک پرمخ بېرته پرانېستل شوه.

د دغه ولایت ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي سلام‌وطندار ته وویل، د ازرې-پل‌علم لویه لاره د «لټکورې کوتل» سیمه کې د زیاتې واورې او توپان له امله د ټرافیک پرمخ تړل شوې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې یاده لویه لاره د ټولکټو ریاست له پرله‌پسې هڅو  وروسته دوباره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د پل‌علم-ازرې ولسوالي لویه لاره د راتلونکو اورښتونو پر مهال د احتمالي بندیدو  ګواښ لرې‌کېدو په موخه یوشمېر د واورې پاکولو وسايل هم ځای پرځای شول.

د ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت ټولګټو چارو ریاست له لوري یاده لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.

د ازرې ولسوالي یوه اوسېدونکي رحیم‌الله سلام‌وطندار  ته وویل، یاده لویه لاره د تېرو دوه ورځو راهیسې له مرکز پل‌علم سره تړلې وه او خلک له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د وروستیو واورو اورښت له امله د هیواد په ډيری سیمو کې لوې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وې چې یو شمیر لوې لارې تراوسه پورې لاهم د ټرافیکو پرمخ تړلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام