Asset 1SWN

لوګر؛ واورو کې ایسار ۶۰ کسان ژغورل شوي

خخخخخخخخخخخخخخخخخ

د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا مسوولان وایي چې امنیتي ځواکونو په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالي کې ۶۰ کسان چې د سختې واورې اورښت له امله ایسار پاتې وو، ژغورلي او خوندې ځای ته یې لېږدولي دي.

لوګر کې مېشت د ملي اردو څلورمې پلې لېوا ویاند نوروز ځلاند سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو وکولای شول چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په واورو کې ایسار ۶۰ کسان ژغورلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ځلاند زیاته کړه چې په ژغورل شویو کسانو کې ډېری یې کوچیان دي او امنیتي ځواکونو خوندي ځای ته لېږدولي دي.

د لوګر ګاونډ میدان‌وردګ کې هم چارواکي وايي چې د کابل-بامیان پر لویه لاره په واورو کې ایسار پاتې ۶۰ مسافر ژغورلې دي.

د یاد ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د والي بختیار معاذ په لارښوونه د دغه ولایت ټولګټو ریاست د کابل-بامیان په لویه لاره کې د خپلې ماشینرۍ په وسېله په بریالۍ توګه په واورو کې بند لسګونه موټر رایستلي او مسافر یې هم ژغورل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرې یوې اوونۍ راهیسې په لوګر او یوشمېر نورو ولایتونو کې د سخت اورښت له امله د ولسوالیو او کلیو لويې لارې د ټرافیکو پرمخ تړلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام