Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۰میلیونه افغانیو ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

=================

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو په همکاري په مرکز پل‌علم او دوه ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوه.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر نصروالدین بهیج سلام‌وطندار ته وویل چې نارینو ته د کانالونو کېندنې او مېرمنو ته د چرګانو کوچنیو فارمونو جوړولو برخه کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په ارزښت د کار زمینه برابره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بهیج زیاته کړه، په دغه پروژه کې شاوخوا ۳۰۰ نارینه او ښځينه ته په مرکز پل‌علم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې د کارکولو زمینه برابره شوې او هڅه روانه ده چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم وزګارو کسانو ته کارکولو زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر کې وزګارې مېرمنې او نارینه هم خوښ دي چې کرنې او مالدارۍ وزارت د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکاري ورته د شپږو میاشتو لپاره د کارکولو زمینه برابره کړې، خو ټینګار کوي چې حکومت دې وزګارو کسان ته په دوامداره توګه د کارکولو زمینه برابره کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام