د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د مالي او اداري برخو رییسانو لپاره د ښوونې او ظرفیت لوړولو ۱۴ ورځنی سیمنار نن «یکشنبه، کب ۱۳مه» پایته ورسېد.
د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش سلاموطندار ته وویل، یاد سیمنار د هېواد په کچه د دې وزارت د ریاستونو د کارکوونکو ظرفیت لوړولو او د خدمتونو یوشانکولو په موخه د ۱۷۰رییسانو او مدیرانو لپاره جوړ شوی و.
هغه وویل: «د مرکز او ولایتونو څخه، مالي او اداري مدیرانو ته ۱۴ورځنی سیمنار جوړ شوی و چې پای ته ورسېد، ټول ۱۷۰ کسان وو، د مرکز په ګډون.»
فیصل ټینګار کوي چې د دغه سینمیار ګډون کوونکو ته د اداري مراسلاتو څرنګوالي، د بودیجې تنظیم او وېشلو، لګښتونو او د مالي او اداري برخو تدارکاتو په اړه زدهکړې ورکړل شوي دي.
د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت سرپرست عبدالحکیم حقاني هم د یاد سیمینار په پای کې وویل، د اسلامي امارت نظام د نړۍ په کچه ساری نهلري.
هغه وویل: «ته مسوول یې، هغه څه چې پر تا واجب شوي، د مسوولیت احساس وکړئ. خپل مسوولیت باید پر وخت ترسره وکړو، باید خپلو چارو کې جدي واوسئ، د ځینو ولایتونو ریاستونو کې مراجعین د یوې امضا لپاره ورځې-ورځې په تمه وي.»
د شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولان زیاتوي چې دې وروستیو دوو کلونو کې یې د اداري اصلاحاتو کمېسیون او د ملکي خدمتونو د انستیتوتونو په همکارۍ د دغه وزارت مرکزي او ولایتي کارکوونکو ته ۷ځله سیمینارونه جوړ کړي.
د شهیدانو او معلولانو وزارت د مالي او اداري برخو رییسانو لپاره د ښوونې او ظرفیت لوړولو ۱۴ ورځني سیمینار یوشمېر ګډونوال دغه ډول سیمینارونه مهم بولي.
د فاریاب د مالي او اداري برخو مسوولان عبدالوالي صمیم وویل: «دا سیمنار زموږ د ظرفیت لوړونې لپاره جوړ شوی و. اداري مراسلات، پلان جوړونه، د کاري پلان څرنګوالی، د حساباتو تطبیق، ارزونه، بودیجه، دې برخه کې مو ۱۴ ورځې زدهکړې راکړل شوې.»
د شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولان ټینګار کوي چې دامهال دغه وزارت سره څه باندې ۶ سوه او ۱۴ زره معلولان او بېسرپرسته ښځې ثبت دي چې د روان لمریز کال پرمهال ورته ۱۱ میلیارد او ۸۱ میلیون افغانۍ ورکړل شوي دي.