د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیم‌الله افغان نن کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې ګڼ‌شمېر خیالي کورنیو د شهیدانو او معلولانو په نوم امتیاز ترلاسه کړي دي.

کلیم‌الله افغان زیاته کړې چې دوی په تېر یوه کال کې د ټولو ولایتونو د شهیدانو د کورنیو او معلولانو اسناد څېړي او په وینا یې چې له ۳۰ تر ۵۰سلنه خیالي شهیدان او معلولانو دغه وزارت کې شتون درلود او امتیاز به یې ترلاسه کول چې له‌منځه یې وړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولانو نن د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې تېر یوه کال کې یې نږدې ۷۰زره معلولانو او څه باندې ۱۰۰۰۰۰ د شهیدانو کورنیو ته د روان کال د لومړیو شپږ میاشتو حقوق په یوه وار اجرا کړي دي.

دوی زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولانو د حقوقو په ورکولو کې هېڅ ډول توپيري چلن نه کېږي او هغوی چې د کورنۍ د کوم غړي د شهادت یا معلولیت بشپړ اسناد ولري، دوی یې له ثبتولو وروسته میاشتني حقوق ورکوي. د شهیدانو او معلولانو وزارت سره دا مهال ۱۱۷۴۵۹ معلولان او ۱۲۷۵۰۰ کونډې او یتیمان ثبت دي

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولانو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني وويل، سږکال ورته ۱۳نیم میلیارده افغانۍ بودیجه ورکړل شوې وه چې د نوموړي په وینا، د هر شهید کورنۍ ته ۲۰۰۰ افغانۍ او هغې کونډې ته چې ماشومان ونه‌لري د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش ټاکل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام