د شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې هېواد کې یې د معلولانو، یتیمانو او کونډو د شږو میاشتو  د حقوقو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د شهیدانو او معلولانو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني په دغه خبري ناسته کې وویل چې یاد وزارت ۱۳.۵ ملیارده افغانۍ ځانګړې چې پرمټ به یې معلولانو، یتیمانو او کونډو ته د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی همداراز وايي چې په ټول هېواد کې د معلولینو شمېر ۱۱۲۳۱۸ کسان دي چې په وینا یې، د شهیدانو د ورثه‌وو کره شمېر له دغه وزارت سره تراوسه نه دی ثبت شوی.

د  شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولان زیاتوي چې د معلولانو او شهیدانو ورثه‌وو ته د امتیازاتو د ورکړې په جوړښت کې یې یو لړ بدلونونه راوستلي دي.

د معاشونو په کچه کې بدلون، د زرګونو خیالي معلولانو او د شهیدانو د ورثه‌وو لرې کول او د یاد وزارت د یو لړ بستونو ارتقا هغه اصلاحات دي چې دغه وزارت ترسره کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې معلولینو او د شهیدانو ورثه‌وو په وار وار د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو او ځنډ له امله شکایت کاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام